
دا لاریون وروسته له هغې پیل شوې چې په پاګ ټاپو کې يوه پلار خپل څلور اولادونه د څلورم پوړ څخه لاندې واچول.
دغه ماشومان چې عمرونه يې د درېيو او اتو کلونو ترمنځ دي، سخت ټپيان شوي دي.
لاریون کوونکو په ښوونځيو کې د تعليم د کيفيت ښه کولو او د زورزياتي د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره دولتي مامورانو ته د نورې روزنې غوښتنه وکړه.
په پلازمېنه زګرب کې صدراعظم اندري پلين کوويچ چې په مظاهره کې يې برخه درلوده، وويل چې په دې برخه کې اقدام ته چمتو دى.
د ۲۰۱۲ م کال ځهع تر اوسه پورې ۹۰ ښځې د مېړونو له خوا وژل شوي دي