
روهي( یوه نۍ/۲۶ د کب)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.
د دې کمېسون ویاند بلال صدیقي رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې حکومتي ځواکونه باید پوځي او ملکي اهداف بېل کړي او په عملیاتو کې دقت وکړي.
هغه وړاندیز وکړ چې حکومت دې هغه کسان چې خپلې دندې کې ناغيړي کوي سزاوار کړي
ارګ هم پرون ورځ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ناسته لرله چې محمد اشرف غني په دغې غونډې کې وویل چې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ورته د منلو وړ نه ده