اصف غفور: د هندوستان هېواد یوه بې بيلوټه الوتکه مو راغورځولې ده

روهی( پیلنۍ/۲۵ د کب)، د پاکستان فوځ ویاند ( اصف غفور) ادعا کړې ده چې د هندوستان هېواد یوه بېپیلوټه الوتکه یې راغورځولې ده اصف غفور د دغې بېپيلوټه الوتکې انځورونه هم په خپل ټوېټر اکاونټ خپاره کړي دي.

اعلامیه زیاتوي چې دا بېپيلوټه الوتکه یې هغه وخت وویشته کله چې یاده الوتکه (۱۵۰) متره د پاکستان هېواد خاورې ته ننوته.

تردې دمه د دغې الوتکې د راغورځېدو په هکله هند حکومت څه نه دي ویلي