
روهي (نۍ/۲۵ د کب)، د نوي زېلانډ پوليس وايي چې د برنټن ټرنټ په نوم يې هغه ۲۸ کلن بريدګر نيولی چې تېره ورځ د ياد هېواد په کرایسټچرچ ښار په د دوه جوماتونو دننه ۴۹ لمونځ کوونکي ووژل.
کرایسټچرچ په خټه استراليايي دی او په ياد ښار کې د مسلمانانو په دوه جوماتونو د بريد اصلي عامل بلل کيږي. پوليس وايي چې د پېښې په اړه ترې پوښتنې روانې دي.
د نوي زینلډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردون دغه پېښه ترهګريز عمل بللی او ويلي دي چې بريدګر په غېرې قانوني ډول له ځان سره پنځه وسلې درلودلې.
د ولسمشر ټرمپ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د هند لومړي وزيرنرېندرا مودي په شمول د نړۍ مشرانو دغه بريد غندلی دی او ترويستي عمل يې بللی دی.
په ياده پېښه کې تر ۴۹ لمونځ کوونکي شهيدان شول او همدا ډول په لسګونه نور ټپيان دي چې د ۱۱ کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.