
روهي( پیلنۍ/۲۵ د کب) ، د سوریې ډموکراتیک ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، هغه راپورونه رد کړي دي، چې وايي دوي به د داعش ډلې جنګیالي یا د هغوی د کورنۍ غړي عراق ته وسپاري.
د سوریې ډموکراتیک ځواکونو ویاند کینو ګابریل د عراقي چارواکو هغو بیانونو ته اشاره کړې ده چې په دې وروستیو کې یې خپاره کړي دي او په راپورونو کې راغلي، چې د داعش ډلې عراقي وسله وال او د هغوی د کورنیو غړي به بغداد ته وسپارل شي.
د سوریې ډموکراتیک ځواکونو ویلي دي چې دوي د عراق حکومت سره د دې په اړه کوم هوکړه نه ده لاسلیک کړې