
روهی( پیلنۍ/۲۵ د کب)، ولسمشر ټرمپ له خپل استخباراتي او امنیتي ټیم سره د افغانستان په اړه غونډه وکړه ،د سرچینو له قوله په دغې غونډه کې د امریکا امنیتي، استخباراتي او ديپلوماتیکو چارواکو برخه لرله او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې ټرمپ په دغه ناسته کې د طالبانو سره د سولې په روانو هلو ځلو او دافغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو هم خبرې کړې دي.
خو د دغې ناستې بشپړ راپور رسنیو سره تردې دمه نه دی شریک شوی