مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى شو...؟

: ((((((دويمه برخه))))))

په هره ټولنه كښې د خپلې پاتى او ثقافت د څنګه ژبى هم خپله خپله ښكلا لرى او د هرى ژبى او كلتور وګړى قدرتى خبرى ده چې مينه او محبت لرى خو دا بيله خبره ده چې ځينې سړى او قامونه خپله ژبه دودكلتور ثقافت تر نورو لوړ او پورته ګڼي او داسې هم كيږى چې د يوه قام ناجوړه دماغونه او سوچ د نورو قامونو او ټولنو مخامخ ځلاو مخ ته ماته وخورى او د هغو چمنو او عادتونه خپل كړى خو د هرى ژبى د هغه ښكلا ځان ته ارزښت لرى چې ډېر پراخوالى او پرون لرى او د هر څه د خپرولو او وړاندى كولو څخه رابرسره كيږى ددې دپاره ددې اړتياده چې پوهان د ليك په وخت د ژبى روغتيا او رښتنې ارزښت وساتى د ژبى خپل ارزښت په ليك كښې ساتل د هر چا كار نه دى ولې كه هغه د مورنى ژبى ليكوال هم وى مطلب دا چې كله هغه خبرى اترى چې موږ سره كوو او بيا ې په ليك كښې راولو د عربى وارو يوه پراخه ژبه چې په بيلوبيلو ملكو كښې ځان ته د تورو او لهجى لرى خو ددې د څنګه په دى كښې يوه ولسى ژبه هم لرى ددې ولسى ژبى چې موږ ې پخپلو كښې سره وايو خو معياري ژبه هغه ته ويل كيږي چى په ليك كښې ګارول كيږى چې د فصحاء ژبه ورته ويل كيږى ولې چې رښتنې او اصلې ژبه هم هغه ده چې موږ ې په ليك كښې راوړو چې د هغه تګ لاره د نړۍ په ټولو ژبو باندى لاګو كيږى.
ويل كيږى چې د ليك دپاره تورې او دهغو ارزښت زموږ په زړونو كښې پروت وى چې دهغه ارزښت بيځايه نه دى بلكې ددې بيل بيل وجې دى لومړى دا چې تورې د علم او زده كړو د خپرونو كار كوى او د زده كړو او پوهنې د كبله بشر د نورو مخلوقات څخه لوړ ځائى لرى بله دا چې د تورو په زور موږ خپرونى كوو او ددې سره سره چې موږ د هغه تورې تر زياته خلګو رسوو د هغه تورې هم دومره خوندى پاته كيږى او د هغه تورى موږ په ډېر پام سره ګاروو كله چې د خپلو ملګرو په مينځ كښې خبرى اترى كوو په هغه داسې تورې ګاروو چې هغه په راډيو او ټيلى ويژن نه شى ويل كيدى خو بيا چې كله هم د هغه تورى او خبرى چې موږ ې د ملګرو سره كوو هغه ډول ې په كتاب مجلى او ورځپاڼى كښې نه شوراوستلى.
و ژبى ته د نورو ژبو بيځايه پينه(پيوند) لګول نه يواځى سم جوړ نه ښكاره كيږى بلكى و ژبى او ويونكو ته هم د منلو وړنه وى او كله كله دا يو پسخند ښكاره كيږى په كاردې چې بيځايه تورې او پينه ونه لګول شى خو ددې سره سره د نورو ژبو د تورو څخه په ځائى باندى ګټه اخستل كيدى شى ډېر خلګه په پښتو كښې د نورو ژبو په زياته بيا د انګريزى ژبى تورى ګاروى دا كار دوى ددې دپاره كوى چې و نورو ته دا وروښائى چې څومره زده كړى ې كړى دې او څومره رڼ انده او روشن فكر دى او د هغه ډول وګړى چې د خپلې مورنى ژبى سره زياته نزديوالى نه لرى هغه وائى چې پخپله ژبه كښې دا تورې نشته ځكه چې د بلې ژبى د هغه تورى ګاروى.
د ژبو په ګډوډ كولو كښې تر ټولو لويه ونډه د ټيلى ويژن ده په پاكستان كښې چې په سلو كښې نيوى(۹۰%)وګړى د انګريزى يوه جمله نه شى ويلې خو ډېر تورى د خبرواترو په وخت ګارول كيږى كه څه هم د بلې ژبې په پرتله دخپلې ژبى تورې ډېر ارزښت او اغيزى په اوريدونكى لرى شى.
پښتو ژبه چې ډېره پخوانى ژبه ده او داسې هم ويل كيږى چې د ډېرو ژبو مور هم ده خو ددې ټولو ارزښتونو سره سره پښتانه په دى نه دى توانيدلي چى پښتو و هغه ځائى او وياړ ته ورسوى كوم چې تاريخ ودى ژبى ته وركړى دى چې بيل بيل علتونه دى كه موږ غواړو چې د پښتو تاريخى ارزښت ورته وموندونو به لومړى د هغه علتونه رابرسره كول وى او بيا به د ليرى كوو كول وى د نړۍ د ديېرلږ قامونه په خپلو ژبو پيژندل كيږى خو پښتانه په بشپړه ډول په پښتو پيژندل.
كه ژبى يواځى تر ويلو(بولى)پاته شى او ليك لوست او د كتابو زيرى (ذخيره)ونه لرى نو هغه خپل وجود او سباون نه شى ساتلې يا په ژبو كښې د نورو ژبو د تورو سيلو نه را ايله كړى هغه ژبى هم خپل سباون دلاسه وركوى نړۍ وال ژب پوهان وائى چى په اردو ژبه كښې په لوئى شمير د انګريزى تورې ګاريږى كه هم د هغه حال روان وو په ديش څلويشت كاله كښې به اردو ژبه خپل ارزښت دلاسه وركړى كه څه هم اردو ژبه جوړه شوى د نور ژبو څخه ده خواردو ژبه يواځى د بولى او خبرواترو ژبه نه ده بلكى په ډېره لويه كچه د كتابو زيرمى په اردو ژبه باندى نه يواځى دولتى كارونه كيږى بلكى هر وګړى دا هڅه كوى چې په دى ژبه باندى كار وكړى كه څه هم په هند او پاكستان كښې په كروړو ويونكى لرى په هند او پاكستان كښې د دولتو لخوا ودى ژبى ته دودى وركولو هڅې روانى دى يو دنړۍ په رسېنو كښې د اردو ژبى ډېره لويه برخه ده كه زه تېروتنه ونه كړم نو په ميډيا باندى د اردو مقام په نړۍ واله كچه سپږم ووم راځى خو د اردو ژبى ناخوالى دادې چې دا ځان ته يو بشپړه خاوره نه لرى او بله دا چې دا ژبه د انګريزى تر اغيزو لاندى ده د بده مرغه په پاكستان كښې و يوې قومى ژبى لكه پنجابى، پښتو، بلوڅى، بروهى، سرائيكى ژبو ته دومره ارزښت نه دى وركول شوى نو ځكه د هغه ژبه د دهغه نورو ژبو په سيالى كښې ليدل كيږى خو په پاكستان كښې يواځى سندهى ژبه ده چې د نورو په پرتله ې زياته وده كړى ده چې نه يواځى د لوست او ليك ژبه ده بلكې تر ډېره دفترى ژبه هم ده او د ليك او بريښنا په رسنېو كښې ډېره لويه برخه لرى بې شميره ورځپاڼى مجلى او كتابونه په سندهى ژبه كښې هر وخت تر چاپ تيريږى لكه پښتو، سندهى ژبه ځان ته بيل بيل ټكى (ALPHABET)لرى او څوك دا توان او جرآت نه شى كولى چې څوك په د هغه ټكو كښې بدلون راولى لكه په پښتو كښې چې ځينې ناجړه او ناپوه د پښتو ټكى د خپلې خوابدلوى رابدلوى او چې ورځ تيريږى د پښتو ځانګړى ټكې د مينځ څخه وړل كيږى چې دا كار په زياته بيا په خيبر پښتونخوا كښې روان دى او موږ په وارو وارو ودى ته ګوته نيولى ده لكه ددې ليك په وړاندى كښې چې راغلې دى چې نه يواځى په هره ژبه كښې بيلې بيلې لهجى دى لكه عربى،فارسى، اردو او نورې خو دوى په ټكو كښې كله هم بدلي نه راوړي خود پښتو سره د هغه جبر روان دى او ليكوالان هم په دى كښې باك نه كوى بله خبره داده چې د ويلو او ليكولو په پښتو كښې په كاردې چې توپيروى او ليكنه بازارى بڼه ونه لرى نه هغه څه وليكل شى چې موږ ې په عام ناستو كښې سره اوروراورو د بده مرغه زما اټكل دادې چې ځينې پټ لاسونه لكه څنګه چې زموږ وطن خاوره او موږ تباه او وران كړو دا ډول زموږ ژبه هم په پټه ورانول غواړى چې دا ناوړه كار د يوه ملك او سيمى پورى نه دى پاته بلكې دا نړۍ واله جمبه لرى د يوې پخوانى ورځپاڼى مشر مدير وماته وويل چې په كاردې چې موږ ورځپاڼه په هغه ژبه ليكنه وكړو چې موږ ې پخپلو كښې په عام ناستو كښې خبرى په كوو ما ورته چې موږ په ډېره لويه تيروتنه وپنځوست ته پچس وايو چې دا هم د ځغملو وړنه دى نو به موږ په ليك كښې پچيس ليكو.
ځينى قومى ژبى چې په پاكستان كښې ځپل شوى او ترټل شوى دى او د مينځ څخه د وړولو هڅې ې شوى دى خو بيرته ې هم قدرت ځغورنه كړى ده كله چې موږ وهند ته ولاړو او ما داولويدو چې پنجابى ژبه ډېره مخ په وړاندى روانه ده د ورځپاڼو مجلو اود يو شمير كتابو سره سره د دكانو سائن بورډونه او نور هر څه په پنجابى ليكل شوى وو خو دا بيله خبره ده چې هغه د ګرو مكى په ليك كښې وو خو كله چې پنجابى ژب پوهان په دى پريكړه وكړى چې ټولى ليكني به يا په ګرومكى كښې يا په نستحليق كښې ددې وروسته كيږى نو ددې خو او پنجاب ته به د خپلې ژبى ډېره لويه زيرمه او مواد په لاس ورشې كه څه هم د دواړو خواو پنجابيان داهڅه كوى چې يو ګډ ليك خپل كړى او ددې دپاره ډېرى ناستى هم شوى دى خو د لويديځ پنجاب په پرتله په ختيځ پنجاب كښې د پنجابى ژبى دپاره ډېر كار شوى دى په پاكستان كښې د پښتو په ګډون ټولى ژبى چې پنجابى هم پكښې ده كلكې ترټل شوى دى خو په هندى پنجاب كښې پنجابى نه يواځى د ليك او لوست ژبه ده بلكى دفترى ژبه هم ده نه يواځى د هند مركزى حكومت بلكې د پنجاب ايالتى حكومتونه و خپلې ژبى ته ډېره وده وركوى دوى ژبى يو د بل په سيالى كښې نه دى درولى بلكې و هرى ژبى ته وده وركوى ولې چې ژبى زموږ تاريخ او زموږ پيژندنه ده.. (نوربيا)
.......................................................................