نوي زېلنډ: په دوه جوماتونو د بريدونو په پايله کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي، چې افغان کډوال هم په کې شامل دي

روهي (جمعه/۲۴ د کب)، نن جمعه د نوي زېلنډ په کرایست چرچ او لينوود ښارونو کې د مسلمانانو په دوه جوماتونو ترهګريز بريدونه شوي دي چې ۴۰ لمونځ کوونکي په کې وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د نوي زېلنډ پوليس د پېښې پخلی کوي او ويلي دي چې څېړنې يې پيل کړي دي ترڅو د دغه ترهګرېزو بريدونو عاملين پيدا کړي.

بريدونه هغه وخت شوي دي چې په کرایست چرچ او لينوود ښارونو کې مسلمانان د لمانځه په ادعا بوخت وو.

په نوي زېلنډ کې افغان سفير ويلي دي چې په دغه پېښه کې يو افغان کډوال وژل شوی او درې نور په کې ټپيان دي. افغان حکومت هم دغه بريدونه ترهګريز بللي او خواشيني يې پرې ښوودلې ده.