د بدلون لوری

 د هرې خبرې پای په سوالیه، ندایه، کامه...... او نورو څرګندونو کېږي، چې بیا د ژوند تسخیر شوې بڼه هم زموږ په حواسو او د موندنو کې په همدې تصور جوپې وهي.
له دې سره موږ بیا د نوي پړاوونو په امتداد پسې خپلې د دید زوایې خوروو.

موږ که وغواړو که نه دا بدلون را روان دی. دا په فردي، کورني، ټولنیز او د ژوند په ټولو اړخونو کې دی. دا ځکه چې دا بدلونونه په خپل هېواد کې رامنځته کېږي.

موږ چې کله له کلیوالي ژونده، ښاري ژوند اختیاروو له همدې ځایه د بدلون منلو فکر په خوځښت راځي. دا بدلونونه بیا خپله مسیرونو ټاکي، چې دلته بیا د افرادو ترمنځ د کلتورونو، دودونو او ارزښتونو یو مشترک امتزاج رامنځته کېږي، چې بیا فردي تمایلات ورو ورو په ټولنیزو تمایلاتو اوړي.له دې کار سره د ژوند کولو بڼه هم د بدلون ښکار کېږي، چې بیا له دې ډول پوښتنو سره مخ کېږو. اوس به د راتلونکي په اړه د وجود او ژوند تر منځ د امن تصور څنګه په تحرک راولو؟

د ژوند په اړه تصور دا دی، چې پخوانی اسطوروي، بیا فلسفي، تصوفي او اخر کې یې ساینسي لوري ته د تمایل مزي خواره شول، چې له همدې ځایه د فرد او ټولنې تر منځ د اړیکو پلټنې پیل شوې.

موږ په ورکه کې ژوند نه کوو؛ بلکې د ورکې خاوندان پخپله یو، چې د تدبر او تفکر پر ځای د احساساتو په زانګو کې زنګیږو.

د انساني اړیکو تر ټولو غوره تګلاره یو بل منل او د زغم په پیتاوي کې په لمرین چاپېریال خپل هډونه نرمول دي.

د دې پر ځای چې تنده په رټلو او لوږه په بدبینۍ کې تیره کړو. ښه به دا وي، چې د تندې څخه د وجدان او لوږې څخه د زغم په چاپېریال کې د ژوند اختیارولو هڅې ګړندۍ کړو.
د ځاني او انفرادیت په دایره د داسې بنسټیز فکر رامنځته کول اړین دي، چې ژوند د بدلون او تحرک لوری وبولو نه دا چې د انساني غوښتنو په زندان کې بندیوان پاتې شو.

د هرې پدیدې تر شا د پرمختګ او بدلون یو مړاوی څراغ روښانه وي؛ ځینې یې ویني او ځینې د لیدلو توان نه لري، چې له همدې ځایه د فردي بدلون سره کورنی او له کورني سره ټولنیز بدلون نښې پیلیږي، چې بیا د افرادو د ذهنیتونو په پالنه کې فرهنګي، اقتصادي، ټولنیز، تاریخي، سیاسي او جغرافیي بدلونونه د اړیکې یوه قوي لاره نیسي.

د بدلون نښې خپلې پټې خواوې را څرګندوي. دا څرګندتیا د ژوند په ټولو چارو کې ښکاري، چې دا بیا د کلتور، دودونو، فرهنګي پراختیا او پرمختیا لپاره لارې هواروي.

د دې بدلونونو تر ټولو لویه نښه د کتاب د فرهنګ دودېدل دي، چې دا په فکري او ټولنیز لحاظ د یوې ټولنې په ذهني لوړتیا دلالت کوي، چې دا بیا فرد پالنې پر ځای د ټولنیز شعور په لوړېدا کې اغېزمن تمامېدای شي، چې له دې سره
د بدلون لوری خپله د زېرو سترګکونه وهي.