
روهی( جمعه /۲۴ د کب)،امریکا ویلي چې پاکستان د انصاف غوښتنې لپاره د راپاڅېدلي پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځوروي او د هغوی د حوصلو ماتولو هڅې یې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو ادارې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعيت په باب کانګریس ته وړاندې کړی په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ ډېر غړي ووژل او ځینې نور یې نیولي دي.
د راپور د جزیاتو له مخې د ٢٠١٨ز کال پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری پښتانه پلويان د انصاف غوښتنې او امنيتي ځواکونو د ناروا چلن پروړاندې په پرلت غځولو کې د ګډون لپاره چمتو کړل.
په راپور کې د مبصرینو له خولې ویل شوي چې د پېښور، کراچۍ، اسلام اباد او لاهور په ګډون د ټول هېواد په ګڼو ښارونو کې په زرګونه خلک په پرامنه احتجاجونو کې برخه اخیستې وه خو چارواکیو د نیولو، وېرولو او تنګولو له لارې د دغو مظاهره چيانو د حوصلو ماتولو هڅه کړې خو د پي ټي ايم د پلويانو پرضد يې د منظم تشدد داعمالو مخه نه ده نيولې او پاکستان رسنۍ هم د دغه غورځنګ ناسو ته پوښښ نه ورکوي