د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله له یو برید روغه ووته

روهي( پنځه نۍ/۲۴ د کب)، نیوزېلنډ هېواد په یو جومات کې هغه وخت ډزې شروع شوې چې همدا ګړۍ په همدې جومات کې د بنګله دېش هېواد کرکټ ملي لوبډلې هم شتون درلود، چې په همدې برید کې ۴۰ کسان وژل شوي خو بنګله دېش هېواد کوم لوبغاړي ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
 
د بنګله دېش هېواد پرنیستګر لوبغاړي تمیم اقبال ویلي دي چې دا یوه ډېره خفګانونکې پېښه وه خو دوي ته په کې کوم زیان نه دی رسېدلی.
 
د بنګله دېش هېواد یو بل لوبغاړي مشفق الرحیم بیا په خپل ټوېټر لیکلي دي چې دا بده پېښه وه خو د دوي نصیب ښه و چې دوي ته په کې کوم زیان ونه رسېد د خلکو څخه هم د دعاګانو غوښنته کړې ده.