
روهي( جمعه/۲۴ د کب)، فواد چوهدري ته نژدې سرچینو منلې ده چې هغه خپله دنده پرېښي ده او څو ورځې کېږي چې هغه خپلې دندې ته نه دی حاضر شوی.
خو داسې اوازې هم شته چې فواد چوهدري د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر وګمارل شي.
تردې دمه د نه دهغه استعفا لامل معلوم دی او نه هم د هغه د نوې ګمارنې په اړه کومې رسمي سرچینې څه ویلي دي، چې هغه به په رښتیا د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر وګمارل شي او یا نه؟