
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د کب)، د پاکستان یو سیاسي شنونکي اوریا مقبول جان له قوله چې ۱۶ مارچ به ډاکټر عافیه صدیقي پاکستان ته راشي. ډاکټر عافیه صدیقي هغه ښځه ده چې په وار وار سره یې طالبانو هم د خلاصون غوښتنه کړې وه . په عافیه صدیقي تور و چې د طالبانو جاسوسه ده.
دغه سیاسي شنونکي له قوله چې د امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې په خبرو کې د بندیانو په بدلېدو هم هوکړه شوې ده چې د دغو بندیانو په جمله کې ډاکټر عافیه صدیقي هم شتون لري.
اوریا مقبول جان دا هم ویلي دي چې عمران خان لومړنی د پاکستان لوړ پوړی چارواکی و چې د ډاکټر عافیه صدیقي د خلاصون غوښتنه یې وکړه.