فېسبوک له یوې تخنیکي خنډ سره مخامخ شوی دی

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د کب)،د خواله رسنیو مخکښه شبکه فېسبوک د خپل تاریخ له یوې لویې تخنیکي ننګونې سره مخامخ شوې دی. د نړۍ په ډېرو برخو کې د دغه شرکت ځینو چوپړونو ته د کاروونکو لاسرسی پرې شوی دی.
 
دغې شرکت ویلي، د دې ستونزې د اوارولو هڅه کوي.

پخپله پر فیسبوک سربېره ددې شبکې اړوند مېسېنجر یا پیغام استوونکی او اېنسټاګرام هم له ګډوډۍ سره مخامخ شوي دي.

وروستی ځل دا شبکه په ۲۰۰۸ کال کې له ګډوډۍ سره مخ شوه هغه مهال چې یوازې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي یې لرل.
 
اوس ددې شبکې کاروونکي میاشتنۍ ۲،۳ میلیارده کسانو ته رسیږي.
 
ددې بې سارې تخنیکي ستونزې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.