هند او پاکستان د هندي سکانو لپاره د ویزې په ختمېدو هوکړه وکړه

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د کب)،د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کمار ویلي دي چې پاکستاني پلاوي سره د هندي سکانو لپاره په پاکستان کې د هغوې د درمسال د زیارت په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر پرته د ویزې د تګ راتګ او د سرحدي دروازې د پرانیستو په مسلې خبرې کړي دي.

هغه ویلي دي چې د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل کوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي دي چې دا غونډه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه ترسره کیږي. لومړي وزیر عمران خان دا ګام هندي سکانو ته په پاکستان کې خپلو درمسالونو ته د سفر په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر اوچت کړی دی.

ددې په هیله چې دا ګام د جګړې او نښتې نه د سولې او همکارۍ او د دښمنۍ نه د دوستۍ وسیله وګرځي.

د پاکستان او هندوستان پلاوي د پاکستان د پولو په درې کیلومترۍ کې د هند تر کنټرول لاندې د عطاري په کلي کې سره لیدنه کړې. دواړه خواوې د کاتارپور سرحدي دروازه پرته د ویزو د تګ راتګ پر مخ د پرانیستو په مسئلې سره په تفاهم رسیدلي دي.