ارمان لوڼي څلوېښتي په لر او بر وطن کې ولمانځل شوه

روهي( پنخه نۍ/۲۳ د کب)، د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر محمد ابراهيم ارمان لوڼي د څلوېښتمې په تړاو د مارچ پر ۱۳مه نېټه په لر او بر وطن او د نړۍ په مختلفو برخو کې ولمانځل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ارمان لوڼي څلوېښتۍ ته په خپله وینا کې پر پاکستاني ادارې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې په اسلام اباد کې د دې غونډې مخنیوي هڅې وکړې. دلته یې رسنۍ نه پرېښودې چې د ارمان لوڼي څلوېښتۍ ته پوښښ ورکړي. د پښتین په وینا په پاکستانۍ رسنۍ د پي ټي اېم غونډو ته پوښښ نه ورکوي.

پر دې مهال پښتون افراسیاب خټک د ارمان لوڼي په باب په خپله وینا کې وویل، هغه د جمهوري پښتونولۍ یو ریښتینی سمبول وو چې د خپل قام د ننګ په مبارزه کې یې له خپلځان سره خپله خور وړانګه لوڼۍ څنګ پر څنګ ورسره مله کړې وه.

ارمان لوڼي څلوېښتي کابل کې هم د مدني فعالانو او پي ټي اېم ملاتړو له خوا ولمانځل شوه