
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د کب)، ډونلډ ټرمپ ویلي، هېواد یې په ایتوپیا کې د بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې له غورځېدو وروسته دغه ډول ټولې الوتکې سملاسي ځای پر ځای کېنوي.
له دې مخکې ګڼ شمېر هېوادونو دغه ډول الوتکو ته د الوت اجازه نه ورکوله، د امریکا هوايي چلند ادارې داسې کوم بندیز نه و لګولی. خو د ایتوپیايي الوتکې غورځېدو له ځایه د تر لاسه شویو نویو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته یې دغه پرېکړه کړې.
دا تراوسه معلومه نه ده چې دغه دا بندیز به تر څه وخت دوام وکړي