د نړۍ تر ټولو خطرناک ښار

روهي( څلور نۍ/۲۲ د کب۹، له جنگي سيمو پرته په نړۍ کي بل داسې خطرناک ښار نه شته لکه د مکسيکو سرحدي ښار تيخوانا. د جنوبي امريکا ځيني سیمې هم د خطرناکو سيمو د يوې نوې درجه بندۍ په سر کي راځي.

عامه امنيت او جزايي چارو له پاره ولسي جرګه ګۍ» په نوم يوې خپلواکې ټولني ويلي دي چې له امريکا متحدو ايالاتو سره پر سرحد کې د مکسيکو په تيخوانا ښار کې په ۲۰۱۸م کال کې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۱۳۸،۲ قتلونه شميرل شوي وو.
 
د مکسيکو ساحلي ښار اکاپولکو د خطرناکو ښارونو په نوملړ کې دويم ځای لري. هلته په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۱۱۰،۵ قتلونه شميرل شوي دي. د وينيزويلا په پلازمينه کاراکاس کې بيا په ۲۰۱۸م کال کې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۹۹،۹ د بل په لاس وژل شوي وو
.
د آلمان د احصايي فدرالي ادارې په حواله په دغه هيواد کې بيا په ۲۰۱۵م کال کې په هرو ۱۰۰ زرو وگړو کې ۰،۸ د قتل قضیې ثبت شوې وې.