
روهي( څلور نۍ/۲۲ د کب)، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې پاکستان د ویزې په برخه کې د نوو اصلاحاتو په ترڅ کې به په لومړني ګام کې د ترکیې په ګډون د پنځو هیوادونو وګړو ته د الکترونیکي یا انلاین ویزې په سیستم پیل کوي.
دا خبره د پاکستان هېواد د معلوماتو او نشراتو وزیر فواد چوهدري د ترکیې هېواد د یو اژانس په پرانیسته کې په اسلام آباد کې وکړه
هغه وویل چې د ترکیې او انګلستان په ګډون د ۵ هیوادونو وګړي په انلاین توګه کولای شي چې د پاکستان ویزه ترلاسه او پاکستان ته سفر وکړي.
هغه وویل چې لومړی وزیر عمران خان به د مارچ په ۱۴ مه نیټه د ویزې د نوي سیستم په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي.
د بله پلوه په پاکستان کې د ترکیې لوی سفیر احسان مصطفی یوداکول وویل چې د پاکستان لخوا د ترکي وګړو لپاره د برښنايي ویزو د پیلولو سره به ددې هیواد په اړه د ترکي سوداګرو لیوالتیا لا پسې ډیره شي. زمونږ ترمنځه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې به لا پراختیا ومومي.