سوریه کې د داعش ۳۰۰۰ غړي تسلیم شوي

روهي( څلور نۍ/۲۲ د کب)،داعش چې یو وخت یي په سوریه او عراق کې زیاتې سیمې نیولې وې اوس يي په زرونو غړي تسلیم شوي دي. د کردانو په مشرۍ ځواکونو له خوا د داعش د وروستي پټنځای پر ضد د وروستۍ حملې د چمتووالي رپوټونه ورکول کیږي.

د رپوټونو له مخې په اصطلاح د (اسلامي) ډلې شاو خوا ۳۰۰۰ غړو په سوریه کې خپل وروستی پټنځای پریښی، څو د کردانو په مشرۍ ځواکونو ته تسلیم شي.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اس ډي اف) ویاند مصطفی بالي،رسنیو ته ویلي: د داعش غړو شمیر چې د تیر ماښام راهیسې موږ ته تسلیم شوي دي ۳۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

د سه شنبې په ورځ د سوریي دیموکراتیک ځواکونو په مؤقتي ډول د داعش تر ولکې لاندې سیمو باندې بریدونه ودرول، څو خلکو ته د دغې سیمې د پریښودو اجازه ورکړل شي او دوی ته ځانونه وسپاري. دغه سیمه د سوریې په ختیځ کې موقعیت لري.