
روهي( څلور نۍ/۲۲ د کب)، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل د ۶ اسلامي هیوادونو سره چې تر پرونه پورې د دښمن په توګه یادولو د تماس په حال کې یو.
هغه وویل چې اوسمهال نه غواړي چې ددې هیوادونو نومونه ذکر کړي.
هغه دا څرګندونې د اسراییلو د پخواني لومړي وزیر لیوي ایشکول چې په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال د اسراییلو د لومړي وزیرۍ دنده په غاړه درلوده په یاد غونډه کې وکړې.
نتنیاهو وویل د ۶ اسلامي هیوادونو سره چې تر لنډې مودې مخکې پورې مو ورته د دښمن په سترګه کتل د ډیر نږدې د تماس په حال کې یو. هغه وویل چې ددې شپږو هیوادونو سره اړیکې او تماسونه د سولې د بهیر له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
هغه وویل چې د نورو ګاونډیو هیوادونو سره هم په تفاهم، تماس او اړیکو کې ډیر پرمختګ شوی دی خو د ټولو سره نه.
هغه وویل چې د اسراییل وګړي د عربي هیوادونو سره زمونږ د نورمالو اړیکو یوه کوچنۍ برخه لیدلی شي ځکه چې لویه برخه په پټه او خفا کې روانې دي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونو او اسراییلو په مشرۍ د فبروري په ۱۳ او ۱۴ مو نیټو د پولنډ په پلازمینه وارسا کې په منځني ختيځ کې د سولې او امنیت د راتلوونکي نه د ملاتړ تر نامه لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې یو زیات شمیر عربي هیوادونو وزیرانو او چارواکیو ګډون کړی وو.