د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان د شکایت سره بیا هم د هند په ګټه پریکړه وکړه

روهي( څلور نۍ/۲۲د کب)،د ۱۴ فبرورۍ د پاکستان او هندوستان شخړې وروسته کله چې د هند هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا هېواد سره په ۳ لوبه کې د خپل هېواد فوځ خولۍ په سر کړې دغه 
کار د پاکستان غبرګون راوپاروه او د کرکټ نړیوالې شورا ته یې شکایت وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د هند په ګټه پریکړه کړې او ویلي دي، چې له دوی څخه یې اجازه اخیستې وه.

د هند او استراليا لوبډلو ترمنځ په دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې د هند لوبډلې د کشمير پلوامه پېښې او د وژل شويو کورنيو ته د غمرازۍ ښودنې په تړاو فوځي خولۍ په سر کړې وې، چې د پاکستان حکومت پرې سخت غبرګون وښود او د کرېکټ نړيوالې شورا څخه يې د سختو کړنو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د کرېکټ نړيوالې شورا د يادې پېښې په اړه پريکړه وکړه او زياته يې کړه چې د هند کرېکټ بورډ له دوي څخه د ياد کار ترسره کولو غوښتنه کړې وه چې د نړيوالې شورا له خوا اجازه ورکړل شوې وه.
ددوی په وينا د هند کرېکټ بورډ دغه کار د بل څه نه بلکې د پلوامه پېښې وژل شويو کورنيو لپاره د خيرات ټولولو او هغوي سره د غمرازۍ ښودلو په پار ترسره کړی و.
له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم په ننګرهار ولایت کې په یوې چاونې د غم ښکاره کولو په خاطر د لاسونو څخه تورې پتې تاوې کړې وې.