نرېندا مودي له خلکو وغوښتل چې خپلې رایې وکاروي

روهي( څلور نۍ/۲۲د کب)،د هند لومړي وزیر نرېندا مودي د هند هېواد د ټولو سیاست مدارانو ، فلمي ستورو ، ملي تجارانو او ورزش کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې اپرېل میاشت کې رایو ورکولو مرکزونو ته لاړ شئ او ځانونو سره نور ولسي خلک هم بوځئ او خپلې رایې استعمال کړئ.

د هند هېواد راتلونکي انتخابات د نړۍ تر ټولو لوي نفوسه اتخابات ګڼل شوي دي چې نرېدا مودي هم ورته کاندید دی.

هغه په خاص ډول د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې خلک د رایو ورکولو مرکزونو ته له ځانونو سره بوځئ ځکه همدا انتخابات دي چې د هند د خلکو اینده ټاکي.