
وروسته له هغې کله چې یو پیلوټ په وطډیو کې پوښتنه کوي، کولای شي د یوه پاتې شوي ماشوم لپاره بېرته جدې هوايي ډګر ته ستون شي.
دا غیر عادي پوښتنه د الوتکې له پورته کېدو څه ځنډ وروسته هغه وخت وشوه چې الوتکه کې یوې ناستې ښځې ته وریاد شول، ماشوم یې د سعودي جدې ښار ملک عبدالعزیز هوايي ډګر کې پاتې شوی دی.
لږ وروسته د هوايي چلند کنټرول ادارې له سعودي عربه مالیزیا ته پر لاره الوتکې ته بېرته د ستنېدو اجازه ورکړه.
د سعودي هېواد رسنیو لهخ قوله الوتکه کې ناستې ښځې له الوت د ځنډ وروسته پام شو، چې ماشوم یې د هوايي ډګر اسنادو ارزونې برخه کې پاتې شوی دی.