پاکستان هوایي فوځ ویاند: پاکستان جي اېف ۱۷ نوی مزایل جوړ کړ

روهي(څلورنۍ/۲۲ د کب)،د پاکستان هوایي ځواک په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې دوي د جي اېف ۱۷ مزایل کامیابه تجربه ترسره کړې ده چې دا مزایل یې د جي اېف ۱۷ الوتکې څخه توغولی دی .

د پاکستان هوایي ځواک ویاند وویل دغه نوی جوړ مزایل کولای شي چې ډېره فاصله ووهي خوده د دغه نوي جوړ شوي مزایل فاصله معلومه نه کړه. او زیاته یې کړه چې دغه مزایل کولای شي چې شپه او ورځ کې هدف په نښه کړي .

د پاکستان د هوایي ځواک مشر مارشل مجاهد انور خان ټولو پاکستانیانو او په خاص ډول د دغه مزایل جوړوونکو انجېنرانو او هوایي ځواک ته مبارکي ورکړه.