پاکستان کې د پولیسو په یو موټر برید شوی دی

روهی(درې نۍ/۲۱ د کب)،د پاکستان د کوټې په سیمه کې د پولیسو په یو موټر باندې د برید په پایله کې ۴ پولیس مړه او ژوبل شول.

د ځایي سرچینو له قوله دغه چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوی وو، داسې اټکل کېږي چې یاد بم د ریموټ کنټرول بم و.

د دغې پېښې پړه تردې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.