
روهي(درې نۍ/۲۱ د کب)،د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردگان د هند هېواد صدراعظم نریندر مودي سره په ټلیفون خبرې وکړې دواړو خواوو د ترهګرۍ سره مبارزه مهمه یاده کړه.
رجب طیب اردگان په هند کې د وروستي ترهګريزو بریدونو قربانيانو ته خواشیني څرګنده کړه او په بریدونو کې یې ټپیانو ته د چټکې روغتیا هیله وکړه.
د هند هېواد صدراعظم نریندر مودي په خپلو خبرو کې وویل چې ترهګري اوس هم نړۍ ته یو لوي ګواښ دی
لومړي وزير مودي د ټولو هيوادونو له خوا د ترورېزم په وړاندې د چټکو هڅو غوښتنه وکړه