څو شېبې له محبوب سره

 د رنگه سپين ته مايل غنم رنگ په ونه درميانه د ښه اخلاقو او ښه استعداد خاوند محبوب شاه محبوب له نن څخه ٢٠ پسرلي د مخه د ننگرهار په ښيرازه او شنه سيمه بټي کوټ ولسوالۍ کې يې دې ارماني نړۍ ته سترگې پرانيستې.د نوموړي د پلار نوم ډگروال اقبال شاه دې او اصلي د ننگرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي دي . نوموړې به د دوو کالو وه چې په هيواد کې يو سياسي ناورين رامنځ ته شواو کورنۍ يې دې ته اړه شوه چې د هيواده بهر مهاجرت وکړي .دى وايي چې ما د خپل عمر يوه ډيره برخه د هيواده بهر په کاونډي هيواد پاکستان کې تيره کړې دا چې د نوموړي کورنۍ يوه باسواده کورنۍ وه نو د عمر په شپږ کلنۍ کې په ښونځي کې شامل شو.د اتم ټولگي پورې يې د پاکستان په يوه ښونځي کې زده کړې وکړې او له هغه وروسته چې کله د کرزي موقته اداره رامنځته شوه نو دوي هم د مهاجرت ترخو ورځو شپو ته د پاي ټکى کيښود . محبوب په ١٣٨٧ کال د ننگرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د عالي لېسې څخه په عالې درجه فارغ شو. او د فراغت سره يې سم د کانکور امتحان ورکړدا چې په خپله هم شاعر و او د رسنيو او ژونالستانو سره يې مينه درلوده نو په همدې شپو ورځو کې يې په ننگرهار جلال اباد کې د يوې رسنۍ سره هم کار پيل کړ او تر دا دمه د همدې رسنۍ سره چې مرام راډيو نوميږي کار کوي . او ددې تر څنگ د خېبر پښتونخوا د يوې بلې رسنۍ سره د هيواد په ختيځه سيمه کې د رپورټر په توگه دنده هم سرته رسوي . دا چې ما مخکې هم ذکر وکړ چې په خپله هم شاعر دې او د شعر او ادب سره يې ډيره مينه ده نو په کانکور امتحان کې د خپلې خوښې پوهنځي ته راغې، چې اوس مهال د ښونې او روزنې د پوهنځي د پښتو ادبياتو محصل هم دې، نوموړې يوځوان او هڅاند شخصيت دې کله چې ما ترې د نوموړي د شاعرې په اړه وپوښتل نو په ځواب کې يې داسې وويل چې نه پوهيږم چې ماکله په شعر ليکلو پيل وکړ، او په دې هم نه پوهيږي چې شعر ليکنه يې د چا لپاره شروع کړې، ماد ډيرو شاعرانو ليکوالانو سره د زړه خواله کړې خو نه پوهيږم دا د نور شاعرانو نه يو څه جلا دې چې ولې؟ اکثره شاعران وايي چې زه مين وم بعضې وايي د هيواد ناخوالو شاعر کړم خو مگرمحبوب وايي چې زه نه پوهيږم چې زه ولې شعر ليکم او وايي چې لومړنې شعر چې زما يوڅه په ياد دې د هغه يو بيت يې په لاندې ډول دې .
ژونده ستا په ژوند کې د ژوندون په معنې پوې شومه
ياره ستا د پټې خولې سکون په معنې پوې شومه
د نوموړي شاعرۍ ته که مونږ وگورو د ډيرو اوسنيو شاعرانو سره فرق کوي او تل هڅه کوي چې يو داسې شعروليکي چې يو نوښت په کې شوې وي .محبوب چې څرنگه يې نوم محبوب دې همدغه شان يې د ډيرو خلکو په زړونو کې ځاي نيولې او وايي چې په شاعرانو کې مې اند صيب ،اتل صيب،اوجلان صيب خوښيږي او کوښښ کوي چې د همدغو شاعرانو په پله لاړ شي،په رنگونو کې يې ډير سپين او سور خوښـيږي ،او په هنر مندانوکې يې کرن خان او جاويد امرخيل خوښيږي. وايې چې د ژوند تر ټولو خوږه خاطره يې هغه ده چې کله خپل هيواد ته راستنيدل ،د شعرونو سره سره يې د نثربرخې ته هم پام کړى او ډيرى لنډې کيسې او ادبې ټوټې يې ليکلې دي ،اوس هم په ننگرهار کې د مرام راډيو سره د نشراتو د مدير په توگه دنده سرته رسوي .قلم دې تاند او ددوي د لا برياو په هيله
په درناوي
سهانه(م)
په پاي کې هم د محبوب صيب د شعر بيلگې
غزل
اوس مې په غزل کـې هاغه رنــگ نشــته
شونډو کې موسکا د سترگوجنگ نشته
ديــــري موشــاړي يــاران ورک شو له مــا
ځـــکه چـــلـــم کــې مــو اوس بنــگ نشـته
څـــومــــــره خفـــه يــي د چــينــي چــينــــاره
چــي د مطـــرب د ربـــاب ترنـــگ نشتــــه
مـــلاله گور کـــې په افســـــوس پـــرتــــه ده
چـــې د پښـــتـــون د تـــوري کړنـگ نشته
څنــــگه بــــه وليــــکې غـــزل (محــــــبوبـه )
چې د ليـــلا د بنــــگړو شــــړنــــگ نشتــه
غزل
راووته کيږدي نه شين خالي زمونږ د کلي
ها مسته چمبه ماره شهزادگي زمونږد کلي
يومرگ وه رقيبانو ته چي خوا له ليلا رغله
په شنه اسمان راوخته سپوږمي زمونږ د کلي
فقيره په خيال ګرځه گني پاوبه په پيسه شي
که وليدي ها مستي ليوني زمونږ د کلي
د پيغلو هغه مشره چي گودر به پري رنگين وه
اوس نه وينم گودر کي شينوگي زمونږ د کلي
اي جنگه تانور څه وکړه بس ميندي دي کړي بوري
په قبرپرته ژاړي دا بوډي زمونږ د کلي
محبوب واي که مړ شومه نو دا وصيت مي واوري
په قبر مي کړي ټولي جنکي زمونږ د کلي