کينیا هېواد د ځناورو ښکار کوونکو لپاره د مرګ سزا اعلان وکړ

روهي(دوه نۍ/۲۰ د کب)،د افریقا لویې وچې د کینیا هېواد د هغو خلکو لپاره چې ځناور ښکار کوي د مرګ سزا اعلان وکړ، د دغې سزا وړاندې په دغه هېواد کې د ځناورو د ښکار کوونکو لپاره د ټول عمر سزا او ۲ لکه امریکایي ډالرو سزا ټاکل شوې وه، خو د دغه هېواد د ځنګلونو ساتنې وزیر وویل چې مخکینۍ سزا کمه وه.

ملګرو ملتونود کینیا هېواد په دغې پرېکړې نیوکه کړې ده ځکه ملګري ملتونه د مرګ د سزا مخالف دي.
 
د دغه هېواد په ځنګلونو کې زمري، هوسۍ، زرافه او نور ځناور شته چې د نورو افریقایي هېوادونو خلک دغه هېواد ته د دغو ځناورو لیدو ورځي.

د چاپېریال ساتنې نړیواله اداره وایي چې ۱۰ کاله وړانې په ټوله افریقا کې د فیلانو شمېر ۴ لکه او ۱۵ زره و، خو اوس دغه شمېر یواځې ۱ لک او ۱۱ زره دی.