هند: د پالا ما د برید پلان کوونکي ووژل شول

روهي(دوه نۍ/۲۰ د کب)،د هند هېواد فوځ ادعا کړې ده چې هغه وسله وال ترهګر یې بېګا شپه وژلي دي چې ۱۴ د فبرورۍ یې په پالاما کې په هندي ځواکونو خونړی برید پلان کړی و.

د سرچینو له قوله دا دوه وسله وال یې د پالاما په جایش سیمه کې وژلي دي چې د دوي نومونه یې سجاد او مدثر یاد کړي دي.

د فوځي سرچینو له قوله همدې دواړو د ۱۴ فبرورۍ د پالاما برید لپاره ټول لوجستیکي شیان تیار کړي وو چې په پایله کې یې ۴۰ هندي سرتیري وژل شوي وو.