
روهي(دوه نۍ/۲۰ د کب)،یوه ۳۵ کلنه ښځه او دوه لور ګانې هغه مهال په یو موټر کې د اور لګېدنې له کبله مړې شوې کله چې دوي غوښتل په یو کرولا ډوله موټر کې کې د یو ځای څخه بل ځای ته لاړ شي، اور هغه مهال بل شو چې کله په موټر کې د ګاز ډبې اور واخیست.
موټر د اور په لمبو کې پټ و، د دوي سره په همدې موټر کې یو پلار او یوه بله خور ژوندي پاتې دي.
پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې مونږ پلټنې کوو خو تردې دمه د یادې ښځې مېړه هم زخمي حالت کې دی.