
روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،کینیا ته پر لاره یوه ایتیوپیایۍ الوتکه چې له ادیس ابابا ته په روانه وه، لوېدلې ده. په الوتکه کې ۱۴۹ کسان سپاره وو، چې اته یې د عملې کسان دي.
د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد پر ټویټر لیکلي "له ټولو هغو کورنیو سره په غم کې ځان شریک بولي چې په دې پېښه کې یې د کورنیو غړي وژل شوي."
د سرچینو له قوله الوتکه په ځايي وخت د یکشنبې په ورځ اته بجې او ۴۴ دقیقې د ایتیوپیا پلازمېنې له هوايي ډګره تر پورته کېدا لږ وروسته لوېدلې ده.
که څه هم د الوتکې د لوېدو ځای ته بېړنۍ ډلې تللې، خو د وژل شویو شمېر تر اوسه نه دی اعلان شوی.