فواد چودري: ۱۲۱ شکمن کسان مو نيولي دي

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري د مارچ پر نهمه ځینې رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې عملي کولو په ترڅ کې يې د ناقانونه ډلو ۱۲۱ مشکوک کسان نيولي دي.

فواد چودري زياته کړه: "دغه کسان په ټول هېواد کې یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې تر بنديز لاندې ډلو خلاف بې توپيره کړنلاره غوره کړې ده.
دوی ټينګار کوي چې دا کارروايي يې د چا تر فشار لاندي نه ده کړې بلکې د خپل ملک ګټې يې په پام کې نيولې دي.
پر پاکستان د ناقانونه پیسو د څار ادارې (اېف اې ټي اېف) فشار دی که تر سېپټېمبره يې د وسله والو ډلو خلاف د ډاډ وړ کاروايي ونه کړه نو په تور ليست کې به يې واچوي.
بله خوا هند هم له پاکستانه غوښتي چې په پلواما کې د ۴۴ هندي پوليسو د وژنې ذمه واري منونکې ډلې جېش محمد خلاف دې کوټلي ګامونه واخلي.
دواړو هېوادونو د فبرورۍ پر ۱۴مه تر شوې دې پېښې وروسته، د يو بل پر خاوره بمباري کړې ده او د يو بل د جهازونو راغورځولو ادعا لري.