پاکستان به د ریل پټلۍ پواسطه د ایران، افغانستان، ترکيې د روسیې سره ونښلول شي

 
 

پاکستاني چارواکو ویلي چې ډیر ژر به د ایران، افغانستان، ترکیې او روسیې ته د اورګاډي سیسټم وغځول شي.

د پاکستان د ریل پټلۍ وزیر شیخ راشد احمد رسنیو ته وویل چې پاکستان به د رېل پټلۍ د لارې ایران، افغانستان ترکیه، او روسیه سره ونښلول شي، هغه وویل چې ترکیې او ایران د ریل پټلۍ د پرمختیا لپاره د پاکستان د ریل ګاډي همکاري ډاډمنه کړې ده.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وویل چې په هغه سفر کې چې عمران خان یې په نژدې وخت کې ایران هېواد ته لري د ایراني چارواکو سره به د رېل پټلۍ په اړه هم خبرې وکړي.