ملګري ملتونه: په مکسيکو کې هره ورځ په اوسط ډول ۹ ښځې وژل کيږي

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،(زه کور ته ورسيدم)، هغه پيغام دی چې مکسيکويي ښځې کله چې شپې يو امن ځای ته رسيږي خپلو کورنيو او دوستانو ته يې لېږي. دا د څه له پاره؟ د دې له پاره چې په دغه هيواد کې په اوسط ډول په ورځ کې ۹ ښځې وژل کيږي.

۲۴ کلنې مکسيکويۍ ليسبت سانچس، رسنیو سره په خبرو کې وويل: (زه تل خپلې کورنۍ ته د يوه پيغام له لارې خبر ورکوم چې زه په آرامۍ او پرته له کومې ستونزې کور ته ورسيدم)، ههغې زیاته کړه کيدای شي د ېوې ښځې په توګه له اورګاډي څخه وتښتول شي او يا هم د سرک پر سر او يا هم موټر کې درباندې حمله وشي او د غلو قرباني شې، دا مهمه نه ده چې ته څوک یې؟
ميرمن سانچس وايي د (زه کور ته ورسيدم) پيغام اوس په مکسيکو کې د ښځو له پاره په يو عادي کار بدل شوی دی، دا ځکه چې په دغه هيواد کې جنسيتي تاوتريخوالی هيڅ کله تر دې حده دومره ګواښونکی نه وو.
مکسيکو د ښځو له پاره د نړۍ يو تر ټولو خطرناک هيواد په توګه ګڼل کيږي. حتی د خوارس سرحدي ښار اوس «دښځو د وژنې له پاره د نړۍ پلازمېنه» باندې مشهور شوی دی.