د ۱۱ ماشومانو مړینې د کبله وزیر استعفا وکړه

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،د تونس هېواد د روغتیا وزیر عبد الرؤف الشریف وروسته تر هغه له خپلې دندې لاس په سر کېدو ته اړ شو چې یوه روغتون کې ۱۱ تي خوري ماشومان د وینې د زهرجنې کېدو له کبله مړه شول.

د حکومت مشر یوسف الشاهد له هر هغه کس سره د محاسبې ژمنه کړې چې په دې پېښه کې یې ناغېړي کړې وي.
د الشاهد د روغتیا د وزیر استعفا یې منلې ده.
د پېښې د لا ښې څېړنې لپاره د وزیرانو یوه کوچنۍ ناسته هم جوړه شوې ده.‌ د تونس د روغتیا وزیر ویلي د پېښې څېړنه پیل شوې ده.
دغه وزارت منلې ده چې د پلازمېنې یوه حکومتي روغتون په زیږنتون کې په ۲۴ ګړیو کې ۱۱ ماشومان مړه شوي دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په ډېرې خواشینۍ سره ویلی شو چې زیږنتون کې ۱۱ ماشومان مړه شوي، دا پېښه د مارچ پر ۷مه او ۸مه شوې ده.