تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د بیت الله شریف د چارو اداره کول یوې ښځې ته وسپارل شو

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،سعودي عربستان چې ښځو ته اوس د کار کولو اجازه ورکړې ده د سعودي په تاریخ کې لومړي ځل لپاره یوه ښځه د بیت الله شریف په ساتنه کې په یوه مهمه چوکۍ ګمارل کېږي.

د مسجد حرام او مسجد نبوي د چارو کنترولوونکي ډاکټر عبدالرحمان السدیس ډاکټر فاطمه الرشود د ښځو چارو مرستیاله ټاکلې ده.

ډاکتر فاطمه یوه لوړ پوړې ښځه ده. هغه د جمیا الالقادري څخه په حدیث کې د پی ایچ ډی لري.