اسلامی اقتصادی سیستم

د ژوندانه دیوی مکملی لاری په څیر ، اسلام خپل قوانین او مقررات وضعه کړی د ژوندانه د هری برخی لپاره . طبعی خبره ده چی د اقتصادی سیستم مو جودیت دیو سالمی ټولنی لپاره حیاتی لرول لری . مصرف د شیانو او خدمتونو ، او برابرول ددی سهولت دراکړی او ورکړی په وسیلی سره ، اجازه ورکوی خلکوته تر څو خپل اهداف او وسایل لاسته راوړی.
اسلام ځینی معیارونه ټاکلی کوم چی ولاړ دی په اصل دی عدالت او ګټورتوب باندی ، تر څو دارنګه یو اقتصادی سیستم منځته راوړی . دد اساسی موخه داده تر څو د هغو دښمنیو مخه ونیسی کوم چی د مختلفو اجتماعی اقتصادی واحدونو تر منځ کله نا کله پيښی دای شی ، البته دا یو حقیقت دی چی لاسته رواړل دی پیسو تقریبا د هر انسان علاقه ده کوم چی د نورو انسانانو سره په راکړه او ور کړه کی بر خه اخلی ، حال دا چی اسلام هم پیسی په ټولنه کی دیو مهم عنصر په توکه پیژنی ، او همدارنکه د حقیقت دا برخه هم نه هیروی چی پیسی په ټولنه کی دوهم ځای لری چی حقیقی هدف د هر انسان باید د الله پاک د رضا لاسته روړل وی .
اسلامی اقتصادی سیستم ډیره زیاته لیوالتیا نلری دی قیمتونو په ټاکنه کی، په مالی عاید اومصر ف کی ، صادرات او وارداتو کی ، او په نور اقتصادی احصایو کی . او د پورته ذکر شویو شیانو په اهمیت کی شک هم نلری .اما اسلام زیاته لیوالیتیا ښه یی د اسلامی اقنصادی سیستم له روحیی سره .
اسلام مونږ ته راښی چی الله پاک پیدا کړی ذخیری دهر انسان لپاره کوم چی د ځمکی سر ته را لیږل شوی . نو به همدی اساس رقابت کول د طبعی منابعو د لاسته راوړلو لپاره د نړی د قومونو تر منځ یو وهم دی . دا په داسی حال کی ده چی ځمکه په کافی اندازی سره سخا لری تر څو د مخلوق ضروریات پوره کړی ، دانسانانو لپاره ګواښ په دی کی دی چی څنکه طبعی منابع پیدا ، استرخراج ، پروسس او د ضروریت په اساس په خپل منځ کی وویشی .
اسلام شامل دی په یو لړ اعتقاداتو کوم چی معرفی کوی رابطه ترمنځ د خالق او مخلوق ، رابطه تر منځ دیو شخص اوبل شخص ، رابطه ترمنځ دیو شخص او ټول جهان ، حتی رابطه دیو فرد د خپل ځان سره . نو په همد مفهوم اسلام برابروی انسانی رفتار ، چی یو د انسانی رفتارونو نه اقتصادی رفتار هم دی ، اقتصادی رفتار عملی کیږی د مسلمانانو له خوا په مفهوم دی د تولید ، تقسیم او مصرف د شیانو او خدمتونو . په اسلام کی انسانی رفتار څه په اقتصادی ساحه کی او څه په نورو ساحو کی بی ارزشه نه پاتی کیږی ، اونه په طبعی ارزش اندازه کیږی . بلکه دا هر څه تړل کیږی د ایمان د عقیدوی اساساتو سره.
د اسلامی اقتصاد منابع
اساسی منابع د اسلام قران او درسول پاک سنت دی کوی چی د رهنمای لاره برابروی داقتصادی رفتار لپاره ، او طرح چی څنکه کولای کیدای شی چی په یوه ټولنه کی اقتصادی سیستم منظم کړی، نو ددی لپاره ارزش او ا هدف د اسلامی اقتصادی سیستم باید مطابق وی د هغو اصولو سره کوم چی مشتق شوی وی د اساسی منابعو څخه . هدف ددی لیکنی نه داده چی تر څو په نښه کړی تر ټولو مهم خاصیتونه د اقتصادی سیستم کو م چی په اسلامی ا وصولو ولاړ وی . دلته زیات تمرکز داسلامی اقتصادی سیستم په اساسی اصولو باندی دی .
اسلامی اقتصادی سیستم تعرفیږی د قوانینو د هغه جال نه چی ورته شرعیت ویل کیږی . شریعت رهنما دی د انسان دی ژوند د هری برخی لپاره، لکه روحانی ، انفرادی ، اجتماعی ، سیاسی ، کلتوری او اقتصادی . دا مهیا کوی یو مقیاس په کوم باندی چی ټول عملونه ، څه انفرادی وی . اجتماعی وی او که دولتی طبقه بندی کیږی . نو په همدی اساس پنځه نوعه د عملونو پیژند شوی دی چی په لاندی ډول دی ، فرض ، توصیه شوی ، روا ، منعه شوی ، او حرام ، چی دا پنځه نوعه اقتصادی فعالیتونه ته هم شامل دی .
اساسی منبع د شریعت په اسلا م کی قران او د رسول پاک حدیث دی ، کوم شامل دی په ټولو ضروری قوانینو د شریعیت د بشریت د رهنمای لپاره . سنت لا زیات تشریح کوی دا قوانین په عملی ډول سره ددی اجرا کول د حضرت د محمد صلی الله علیه وسلم له خوا . په وروستی وختونو کی ددی لپاره چی اسلامی اصول د نوی حالت سره مطابقت پیداکړی نو اسلامی علماو د قیاس نه او اجتماع نه ګټه پورته کوله ، چی ددی په زریعی سره یی وکولای شول چی د فعلی شرایطو او اسلامی اصولو تر منځ تطابق پیدا کړی ، نو په همدی اساس سره ویلی شوچی د اسلامی شریعیت اساس منابع عبارت دی له . قران ، حدیث ، د علماو اجماع ، قیاس اواجتهاد ،چی دا دقتصادی کړنو لپاره هم اساس تشکیلوی
عدالت
په خلاصه ډول سره مونږ ویلای شو چی اسلامی اقتصادی سیستم په مفهوم د عدالت استوار دی. عدالت په اسلام کی یو څو اړخیزه اصطلاح ده او دلته مختلف لغات موجود دی ددی د معنی کولو لپاره . هغه لغات چی په عام ډول سره استعمالیږی د عدالت په معنی کی هغه د عربی ژبی نه اخیستل شوی د عدل لغات دی کوم چی استفاده کی د حق لپاره ، او کوم چی برابر دی د انصاف او مناسب والی سره ، یا ایښودلو د شیانو د هغوی په مناسب ځای کی . عدالت تعرفیږی د هغه عمل سره کوم چی د اسلامی شریعت مطابق وی ، او دا په اقتصادی فالیتونو هم عملی کیږی .
مفهوم دی اقتصادی عدالت او ور سره تړلی توزیعی عدالت په خاص ډول سره د اهمیت وړ دی دیو مهمی مشخصی په توګه په اسلامی اقتصادی سیستم کی ، نو ټول هغه قوانین چی اداره کوی اقتصادی رفتارونه لکه مصرف ، تولید او سرماییی د توزیع په برخه کی باید په اسلامی عدالت استوار وی .