عمران خان د ایران ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،د لومړي وزیر عمران خان نن د ایران ولسمشر، ښاغلی حسن روحاني سره په ټيلیفون خبرې وکړې دوي دواړو د سیمې په وضعیت په اړه خبرې وکړې.
 
دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، استخباراتي ادارو په همکارۍ په پیاوړتیا باندې خبرې وکړې . دواړه لوري دې هوکړې ته ورسېدل چې په نژدې وخت کې به عمران خان ایران هېواد ته سفر وکړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د وروستي ترورستي بريد په اړه چې ایران کې شوی و چې ۲۷ ایراني فوځیان په کې وژل شوي وو.د زړه له تله خفګان څرګند کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د هند هېواد سره د وروستي وضعیت په اړه هم د ایران ولسمشر سره خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر بیا په خبرو کې وویل چې ایران او پاکستان دوه ګاونډي او ورونه هېوادونه دي چې د یو بل سره تاریخي ګډ کلتور لري.