ایران کې د واده وړاندیز نجلۍ او هلک دواړه په بند محکوم شول

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،وروسته له هغې چې کله یو هلک یوې نجلۍ ته په یو پلورنځي کې د وادوه وړاندیز وکړ او نجلۍ هم ومانه او هلک په نجلۍ د خلکو په وړاندې د نجلۍ په غاړه لاس واچاوه د پولیسو له خوا ونیول شول.

پر فېسبوک او نورو خواله رسنیو هغه وېډیو خپره شوې ده چې ځوان په کې د ځوانانو او نجونو مخ کې نجلۍ ته د واده وړاندیز کوي، حاضر کسان د زړه په بڼه له ګلانو یوه جوړه شوې کړۍ کې چکچکې ورته کوي.

د نجلۍ له موافقې وروسته د خلکو چکچکو کې ځوان تر نجلۍ غاړه راتاووي، خو لږ وروسته د اسلامي شریعت د اصولو د سرغړونې په تور نیول کېږي.