په ټولو قبایلي سیمو کې تېز موبایل انټرنیټ پرنیستل کېږي

روهي(یوه نۍ/۱۹ د کب)،د خیبر پښتونخوا حکومت وايي ، ډېر زر به په ټولو قبایلي سیمو کې ولس ته د درې جي او څلور جي په نامه موبایل انټرنیټ اسانتیاوې برابرې کړي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت د د سرچینو له قوله چې حکومت پرېکړه کړې ده او نوبت په نوبت به د ځانګړو غونډو پر مهال د دې اسانتیاوو پرانسته کوي.

ده وویل ،”دا په خاصه توګه د ځوانانو غوښتنه وه نو موږ یې پیل له میرانشاه کوو خو دا یوازې د هغه ځای لپاره نه ده بلکې د ټولو قبایلي سیمو لپاره ده او موږ به هرې سیمې ته ځو او هلته به د دا اسانتیا برابروو.