هندوستان هېواد کې د یو جومات په سر شخړه راولاړه شوې ده

روهي(پیلنۍ/۱۸ د کب)،یوې درې کسیزې کمیټې ته دنده سپارل شوې چې د هندوستان په (ایودهیا) ښار کې د بابرې مسجد شخړې ته چې د مسلمانانو او هندوانو دواړو له پاره ورته مذهبي ارزښت لري، یوه سوله ایزه حل لاره پیدا کړي.

په نوي ډهلي کې سترې محکمې یوې درې کسیزې کمیټې ته څلور اونۍ وخت ورکړی دی چې د بابري مسجد پر سر د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د یوې اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

هندوان د دغه هیواد په «ایودهیا» ښار کې په هغه ځای کې چې یو وخت د مسلمانانو جومات وو، د معبد د جوړولو غوښتنه کوي. دغه جومات په ۱۹۹۲ م کال کې د بنسټپاله هندوانو له خوا ویجاړ کړای شوی وو، ځکه هندوان عقيده لري چې دا د دوی د معبود (رام) د زیږیدو ځای دی. له هغه وخت راهیسې په محکمو او سړکونو کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ شخړې روانې دي.