عمران خان په دوه ورځني سفر لاهور ته لاړ

روهي(پیلنۍ/۱۸ د کب)،عمران خان لاهور ښار ته د رسېدو سره سم د پنجاب د کابینې سره ناسته وکړه له دې وروسته به دا د پنجاب د وزیر عثمان بزدار سره هم ناسته وکړي.

د سرچینو له قوله عمران خان به ملي عمل پلان پلي کولو او همدارنګه د اداري فساد پرضد د مبارزې وزیر ته د اجرااتو راپور هم وړاندې کړي.

لومړی وزیر عمران خان به د لاهور ښار یو روغتون څخه هم ناببره لیدنه وکړي.