د دهند لوي کمېشنر اسلام آباد ته ورسېد

روهي(پیلنۍ/۱۸ د کب)،په پاکستان کې د هند هېواد لوي کمېشنر اجې بساریه اسلام آباد ته ورسېد وروسته له هغې چې تېره ورځ پاکستان خپل لوي کمېشنر هندوستان ته ولېږه نو هندوستان هېواد هم نن ورځ پرېکړه وکړه چې خپل لوی کمېشنر د دغه هېواد مرکز ته بېرته ولېږي.

دغه لوی کمېشنر وروسته له هغې چې کله د ۱۵ د فبروری د هندوستان او پاکستان ترمینځ شخړه پیدا شوه هند ته لاړ.

نن ورځ د هندوستان هېواد پخواني فوځي کار پوه ایډ مرل په خپلو خبرو کې وویل چې دواړه هېوادونه دې خپل فوځیان د سیاست ښکار نه ګرځوي.