اسراییلي فوځیانو یو ځل بیا فلسطینان ووژل

روهي(پیلنۍ/۱۸ د کب)،د فلسطین هېواد روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلي پوځیانو یو فلسطینی مړ کړ او 42 یې نور ټپیان کړل، د مړ شوي فلسطیني عمر ۲۳ کاله و بله د اسراییل پوځ ویلي چې 8000 فلسطینیانو په لاریون کې برخه اخیستې وه، او د اسراییلي سرتیرو په وړاندې یې د راکټونو او چاوديدونکو توغندیو توغندي ایشتل.

د غزې روغتیا چارواکو ویلي چې تیره ورځ د مارچ په 30 د فلسطینیانو په لاریونونو کې هم ۲۰۰ شاوخوا فلسطینیان ټپیان شوي وو ،

شاوخوا 60 نور فلسطینیان په نژدې ورځو کې په نورو پیښو کې وژل شوي دي
بله خوا بیا د اسراییلو فوځ وایي چې دوي ترهګرو ته بله لار نه لري او یواځینی لار د ترهګرۍ څخه د خلاصون د هغوي مرګ دی