ابھی نندن په پاکستان تورونه ولګول

روهي(پيلنۍ/۱۸ د کب)،ابھی نندن هغه هندي پیلوټ دی چې د پاکستان له خوا د جيټ الوتکې د غورځېدو وروسته پاکستاني عسکرو له خوا ونیول شو، ابهي نندن اوس په پاکستان تور پورې کوي چې هغه یې د ذهني فشار لاندې ساتلی و.

ابهي نندن هندي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې هغه ته جسمي سزا نه ورکړل شوې خو هغه د ذهني فشار لاندې ساتل کېده، هغه دغه خبرې د نوي ډهلي په یو روغتون کې هغه مهال وکړې چې د هندوستان هېواد دفاع وزیر هم ورسره و.
 
د پاکستان هېواد فوځي او ملکي مشران بیا وایي چې ابهي نندن دغو خبرو کولو ته مجبور شوی دی او دوي د ابهي نندن سره د یو مېمله په شان سلوک کړی دی