د هند هوایي ځواک یوه جیټ الوتکه راغورځېدلې ده

روهي(پيلنۍ/۱۸ د کب)،دغه یوه مېګ ۲۱ ډوله جیټ الوتکه د هند هېواد په راجستان کې د تخنیکي ستونزو له کبله راغورځېدلې ده،

د هندوستان د فاع وزارت ویاند ډیویډ رسنیو ته وویل چې داغه جيټ الوتکه د هندوستان هېواد دهوایي ځواک پورې اړه لري سیمې ته د پولیسو ټيم تللی دی ترڅو پوره معلومات له ځان سره راوړي.
د دغې جيټ الوتکې پیلوټ ځان د پراشوټ په ذرېعه د مرګ څخه ساتلی دی.