افغانستان ... له پښتنو سره دامریکايانو ټکر



لیک : اسامة عرابي
ژباړه : هوسۍ
دافغان ملي اردو دجوړښت پر مهال دامریکايانو سوچ ته تر اوسه دا خبره نه ده ورپریوتې دی ،چې دهېواد غوڅ اکثریت ېې خپله هغه نه بولي او دبیا جوړونې بهیر ته ېې دشک په سترګه ګوري په افغانستان کې پښتانه 55% دي ، خو په اردو کې ېې ونډه له تاجکو کمه ده تاجک ، چې دهېواد دلږه کیو په برخه کې اوسمهال له هزاره لږه کیو هم کم دي په اردو کې ېې ونډه 41 % ده .
داوباما اداره په افغانستان کې له سیاسي او نظامي ستونزو سره لاس ګریوان ده دکرزي په حکومت کې تاجکان دپښتنو په پرتله غوښنه برخه لري او پښتانه مشران دیادولو کوم رول نه لري په نظامي برخه کې بیا ستونزه له دې هم داندېښنې وړ ده افغان ملي اردو تر ډېره له تاجکو رغیدلې ده د وسله والو ځواکونو 41% تاجکان جوړوي او دپوځ دلوړې کچې مشران ېې هم تاجکان دي .
دافغانستان وضعیت له عراق سره توپیر لري امریکایان وتوانیدل ،چې په عراق کې یو ډول پرتله رامنځته کړي په سیاسي او نظامي جوړښت کې دسني او شیعه ترمنځ انډول رامنځته کړ ، خو په افغانستان کې ېې بیا داسې ونه کړ له 2001 ز ، چې امریکايانو پر افغانستان برید وکړ دسیاسي او نظامي جوړښت په برخه کې دافغانانو ترمنځ انډول ونه شو ساتلې .
اوسمهال دپښتنو او تاجکو ترمنځ ترینګلې اړیکې په پوځ او حکومت کې دناانډولې له کبله نه دي ، بلکې ددې ناانډولې ار لامل پر افغانستان دامریکایانو د بریداویرغل له کبله دي ځکه هغه مهال امریکایانو په لوی لاس غوښتل ،چې د تاجکو په ګټه یو نوی سیاسي حالت رامنځته کړي ځکه ، چې شمال ټلواله له تاجکو رغیدلې ده او د طالبانو پر وړاندې ماته شوې وه دا جګړه دشلمې پیړۍ په نوویمونو کلونو کې هم روانه وه او د طالبانو پر بریا پای ته ورسیده .
کله ،چې په 2001 ز کې امریکایانو پر افغانستان برید وکړ دا مهال ېې دشمالي ټلوالې په کالبوت کې دپاېښت ساه ورپو کړه او په کابل کې ېې دخپلو سیاسي او نظامي پروژو لپاره ترې د سپرلۍ کار واخست او په پلازمینه کې ېې داسې حکومت رامنځته کړ ،چې ساری ېې ډېر کم تر سترګو کیږي .
اوسمهال د طالبانو او کرزي دحکومت ،چې د تاجکو له ملاتړه برخمن دی جګړه دهماغې پخوانۍ قومي جګړې یوه برخه ده ، چې دامریکايي سرتېرو په شتون کې روانه ده او غواړي ،چې جګړه دخپلو تاجکو ملګرو او شمالي ټلوالې په ګټه پای ته ورسوي .
اوس لیدل کیږي ،چې امریکايي سرتیري دپښتنو ار ټاټوبي کندهار او هلمند ته استول کیږي او موخه ېې هم داده ،چې په دغو سیمو کې د طالبانو واکمني کاواکه او دافغان حکومت هغه پیاوړې کاندي دامریکا نوې تګلار داده ،چې په ملي اردو کې دپښتنو ونډه زیاته کړې وي او دپښتنو ځوانان ېې راخپل کړې وي لوړ معاشونه او امتیازات ورته ټاکي ، خو سړی ،چې وضعیت ته ګوري دامریکا دا تګلار د ددوو لاملونو له مخې نه شي کامیابیدلې .
لومړی : دددې دواړو قومونو ترمنځ کورنۍ جګړه خپلې رېښې او لاملونه لري .
دوېم : د طالبانو دا نوښت ،چې دامریکایانو دهڅونې مخنیوي ېې کړې وي خپلو جنګیالیو ته ېې لوړ معاشونه او امتیازات موندلې دي اوس داسې ښکاري ،چې په دغو دوو ولایتونو کې دمال او پېسو خبره دومره نه ده ،چې د واک انډول یې کاواکه کړي وي ،بلکې دا د طالبانو له وسه پوره ده ، چې دامریکايي ځواکونو پر وړاندې خپل جنګي تکتیک بدل کړي په دې اړه په افغانستان کې دپخواني شوروي اتحاد دځواکونو مشر جنرال رودایوف ،چې له افغانانو سره لس کاله وجنګیده او په 1989 ز کې وتلو ته اړ شو پردې سربېره ېې خپل 15000 سرتیري له لاسه ورکړل له ( فاننشل ټایمز ) سره په مرکه کې وايي : ( په افغانستان کې هر ډول نوې تګلار له ماتې سره مخ ده کومه پایله نه لري ، پوره لس کاله جګړه داسې وه لکه تشه کړۍ موږ به ، چې کومې سیمې ته ورغللو افغان جنګیالیو به هغه پرېښوده او بلې ته به ولاړل موږ به ، چې بیا دا سیمه پرېښوده هغوي به دلته بېرته را ورسیدل )
دا دباراک اوباما دنوې ستراتیژۍ په اړه دروسیې جنرال ارزونه ده ،چې هسې تشه خبره ېې نشو ګڼلې دا خپل ارزښت لري ځکه نوموړې یو مهال په افغانستان کې دڅلویښتم لښکر مشر و ، چې له 120 زیات سرتیري ېې په واک کې وو او ددې هېواد په اړه پر ډېر څه خبر دی .
اوباما په افغانستان کې یو سل یولس زره سرتیري لري ،چې دا له روسیي هغو ډیر کم دي په لنډه توګه ددې ستراتیژۍ پر وړاندې ډېر خنډونه شته ،چې دا ستراتیژي ، چې بریالې هغه راووځي د افغان پوځ دروزنې ، ښې حکومتداري ستونزه خو لا هغه خبرې دي ، چې په دې برخه کې پرې دپام وړ کار نه دی شوې . 
داوباما دستراتیژۍ دویم بنسټ هم دومره دباور وړ نه دی اوسمهال دامریکا دا سوچ کوي ،چې دپاکستان پوځ او حکومت کولای شي ،چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دپرتو قبایلي سیمو په اوږدو کې طالبان راګیر او له منځه یوسي په لومړي سر کې خو دا سوچ داسې ښکاري ،چې کار پرې پیل شوې دی پاکستاني پوځ په سوات او وزیرستان کې دجنګیالیو پر وړاندې خونړۍ جګړې پیل کړې دي ، خو دپاکستان دپوځ پاخه او باخبره شنونکې ،چې دبلوچستان په نظامي اډو کې دندې لري دامریکا ددې سوچ په اړه سر له اوسه شکمن دي .
ځکه په پاکستان کې دطالبانو خوځښت یوه پیاوړې او منسجمه ډله نه ده ،چې یو سیاسي او نظامي مرکز دې ولري ، بلکې دا څو مختلفې ډلې دي ، چې دهر چا پښه او ځیل ورکې له ورایه جوت دی او هره یوه ځانته جلا غوښتنې او لار لري نن ورځ په پاکستان کې درې ډلې دي ،چې ځانته دطالبانو نوم اخلي ، خو پوځ بیا دیوې پر ضد په سویلي وزیرستان کې پر جګړه بوخت دی دا دمحسود قبیله ده،چې له پوځ سره ېې دسوات په دره کې جګړه وکړه همدا ډله په پاکستان کې دهرې ورځې دچاودنې مسوولیت پر غاړه اخلي .
دویمه ډله دملا نذیر ده ،چې دمرکزي حکومت پلوي کوي او دمحسود قبیلې د طالبانو کړنې او تګلار نه خوښوي درېیمه ډله په شمالي وزیرستان کې دحافظ ګل بهادر ده ،چې په سویل کې دروانو جګړو او نښتو په اړه هیڅ نه وايي ځکه ،چې نوموړې نه له پوځ او نه له حکومت سره کار لري .
په افغانستان کې دامریکایانو رښتینې جګړه له ملا محمد عمر او سراج الدین حقاني سره ده امریکايي څارګر داسې انګیري ،چې دا دواړه دپاکستان په کوېټه کې تری تم دي . خپله ملا عمر هڅه کړې ده ،چې دمحسود قبیلې له طالبانو څخه خپله لیکه جلا کاندي او له دې کار څخه ېې موخه داده ،چې دپاکستان ملاتړ او باور دواړه تر لاسه کړي د افغانستان دطالبانو ویاند یوسف احمدي وايي : موږ په افغانستان دنیواک ( استعمار ) پر ضد جنګیږو ، موږ په نورو هېوادو کې هیڅ سیاسي موخې نه لرو ، امریکايي ځواکونو زموږ پر هېواد تیرې کړې دی او زموږ جګړه دهمدوی پر ضد ده اوس ،چې په پاکستان کې څه روان دي دا دپاکستان کورنۍ موضوع ده او موږ پورې کوم تړاو نه لري .
په پای کې له هندسره دښمني هغه څه دي ،چې دافغانستان او پاکستان طالبان ېې په اړه ګډه ستراتیژي رامنځته کولای شي له هندوستان سره دپاکستانیانو دښمني او شخړه اوس دنظامي ګروهې یوه برخه ده ځکه اسلام اباد له نوي ډیلي سره درې جګړې کړې دي او پوځ خو هندوستان دخپل ملي امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي پردې سربېره دپاکستان نظامي چارواکي له هندوستان سره دحامد کرزي دحکومت دومره نږدې اړیکو ته دشک په سترګه ګوري همدا لامل دی ،چې ځینې امریکايي چارواکي پر پاکستان تور لګوي ،چې له ملا محمد عمر او سراج الدین حقاني سره پاکستان خواخوږي لري او له وسله والو سره ېې مرستې کوي .
که له پښتنو سره دامریکایانو دټکر خبره راغونډه کړو نو په افغانستان کې دپخواني شوروي جنرال مایوروف خبره دباراک اوباما دنوې ستراتیژۍ په اړه دکاڼې کرښه ده ( افغانستان ته دنورو سرتېرو دلېږد ساده مانا داده ،چې نوره وژنه او ډېره ، دا مهال به امریکایان او برتانویان پوښتي ،چې زموږ بچیان ولې هلته مري ؟؟ نظامي چارواکي به ځواب ورکړي ،چې دحامد کرزي واکمني وژغورل شي ، خو زما له انده دا ځواب به هغوي ته دمنلو نه وي .