
روهي(جمعه/۱۷ د کب)،د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د محمود قریشي او عمران ړخان سره ولیدل.
عادل الجبیر عمران خان ته د سعودي هېواد د باچا سلام او پېغام وړاندې کړ.
د دغې لیدنې په وخت کې د پاکستان هېواد نور ملکې چارواکي هم حاضر وو ، سرچینې وایي په دغه ناسته کې د پاکستان او سعودي په اړیکو خبرې وشوې او د دې ترڅنګ د پاکستان او هندوستان ترمینځ د راپیدا شوې شخړې په هکله هم خبرې وشې.