کایلي جینر په انلاین تجارت د نړۍ تر ټولو کم عمره ملیاردره

روهي(جمعه/۱۷ د کب)،کایلي جینر اوس د نړۍ تر ټولو کم عمرې ملیاردره پېژندل کېږي د سوداګرۍ فوربز مجلې نوي لیست کې د نړۍ تر ټولو کم عمره میلیاردره بلل شوې چې خپله یې پېسې ګټلې دي.
دغې کم عمرې ملیاردرې د فېسبوک موسس مارک زوکیر برګ ته هم ماتې ورکړې ده ځکه هغه په ۲۳ کلنۍ او دا په ۲۱ کلنۍ کې ملیاردره شوه.

د کاردېشین کورنۍ کم عمره غړې کائیلي جینر ۲۰۱۵ کال کې د سینګار توکيو کاروبار پیل کړ او د کائیلي کاسمټیکس نوم یې ورکړ.
د نورو شرکتونو برعکس د کائیلي شرکت تولیدات یوازې له انلاین لارې پلورل کېږي او دومره ډېر مینه وال لري چې سملاسي مشتریان مومي.
 
د یوه اټکل له مخې ویل کېږي د نوموړې شرکت یوازې تېر کال د ۳۶۰ میلیونو ډالرو تولیدات پلورلي دي.
 
 
له فوربز مجلې سره خبرو کې اغلې جینر ویلي، د کاروبار پیلولو پر مهال مې داسې تصور هم نه و کړی، خو اوس خوشحاله یم چې کار او زیار مې ګټه وکړه.